27 هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.
د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو.
هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى.
زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.
هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خرابتُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.
ګورئ، زۀ به تاسو د درمند د تختې په شان جوړ کړم، چې غاښونه يې تېرۀ وى. تاسو به غرونه ذرې ذرې کوئ او تباه کوئ به يې، د غرونو غونډۍ به لکه د بوسو په شان شى.
اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بېسزا نۀ پرېږدم.“
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.