24 ولې زميدار همېشه يوه کوى او هيڅکله کر نۀ کوى څۀ؟ ولې هغه تل پټې اړوى او هيڅکله څۀ نۀ کَرى؟
د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،
زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته ښۀ توجو وکړئ.
کله چې هغه يو ځل پټے هوار او تيار کړى، نو هغه تخم کَرى لکه کاږۀ، د زېرے تخم، غنم او اوربشې په صحيح طريقه او صحيح ځائ باندې کَرى.
مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.