Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 28:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 28:19
26 Iomraidhean Croise  

چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.


د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل.


نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګ‌زيګ ودريږى.


نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى.


هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.


ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى.


نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.


ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.


په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما، او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم.


زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.


خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.


نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.


خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.


په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.


مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به بادشاهان او آفسران حوصله بائيلى، د اِمامانو به د يرې نه وېښتۀ ودريږى او پېغمبران به د يرې نه جام پاتې شى.“


”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.


تا د هرې خوا نه زما دشمنانو له دعوت ورکړو لکه چې د اختر د ورځ دپاره دې راغوښتى وى. او د مالِک خُدائ د قهر په ورځو کښې نه څوک تښتېدلے شُو او نه څوک بچ کېدلے شُو. هغوئ څوک چې ما زيږولى وُو او په ما ګران وُو زما دشمن هغه تباه کړل.


دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“


زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.


ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan