Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 28:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 28:13
14 Iomraidhean Croise  

د هغوئ دسترخوان دې د هغوئ دپاره جال او دام شى، او د هغوئ مال دولت دې ورته دام وګرځى.


هغه مونږ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم راکوى.“


او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو.


نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.


اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.


په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه.


هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“


او داؤد هم فرمائى چې، ”پرېږدئ چې د هغوئ دسترخوان جال او دام شى او د هغوئ دپاره د تيندک کاڼے او سزا شى.


مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟


او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan