يشعياه 27:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى. Faic an caibideil |
د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“