خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.
”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.
نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى.