يشعياه 27:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى. Faic an caibideil |
”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.