8 اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.
نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بېشکه خُدائ پاک به داسې وکړى.
بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى، او څوک چې تل ښۀ کارونه کوى.
زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.
د خُدائ په وړاندې زۀ بېداغه يم خپل ځان مې د ګناه نه بچ ساتلے دے.
زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟
تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى، خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.
اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه، کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينه چې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.
د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.
په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.
اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.
بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“
زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى.
مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم.
هر يو قوم به د خپلو معبودانو په نوم روان وى، خو مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم د تل دپاره روان يُو.
خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.
”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.
دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.
خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.
مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.