يشعياه 26:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.
نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثناء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.