15 اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما چې د اِسرائيل سره څۀ کړى دى نو هغه به په يهوداه هم وکړم، د يهوداه خلق به زۀ د خپل نظر نه لرې کړم او زۀ به يروشلم رد کړم، کوم ښار او کور چې ما خوښ کړے وو او چې ما فرمائيلى وُو چې هلته به زما عبادت کيږى.“
نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.
زۀ به په يقين سره خپل غوره شوى خلق د ټولو مُلکونو نه واپس دې ځائ ته راولم کوم چې ما د خپلې غصې او لوئ غضب په وخت کښې خوارۀ وارۀ کړى وُو. او هغوئ به واپس راولم او په دې ځائ کښې به نور په امن او سکون سره اوسيږى.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.
مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.