Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 26:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 26:12
22 Iomraidhean Croise  

طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ، د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.


زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم، کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.


هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.


پاکه خُدايه، خپل زور دې وښايه. لکه څنګه چې تا مخکښې ښودلے وو مونږ ته خپل زور بيا وښايه، پاکه خُدايه.


اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.


د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.


خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“


کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.


زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،


د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.


زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.


بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.


خو ما خپل لاس ترې ونيولو، بلکې د خپل نوم د خاطره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.


خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.


زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.


مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“


زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.


ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan