8 مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.
د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.
اول تۀ رد کړے شوے وې او خلقو به تا نه نفرت کولو، او نۀ به څوک په تا کښې تېرېدل. خو اوس به زۀ تا د همېشه دپاره ښائسته کړم او د ټولو نسلونو دپاره به د خوشحالۍ ځائ يې.