Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 25:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بې‌شکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 25:1
41 Iomraidhean Croise  

د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.


تۀ مې خُدائ پاک يې او زۀ به ستا شُکر ادا کړم، تۀ مې خُدائ پاک يې زۀ به ستا لوئى بيان کړم.


اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.


ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.


اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بې‌حسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بې‌شمېره دى.


تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.


”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“


تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.


مونږ به دا د هغوئ د اولاد نه نۀ پټوُو، مونږ به دا راتلونکى نسل ته ووايو، د مالِک خُدائ د جلالى کارونو او طاقت او معجزو بيان به وکړُو.


زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.


سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.


مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ، ځکه چې هغه مقدس دے.


مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.


صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.


اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.


اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.


مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.


نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بې‌اِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟


د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.


زۀ د نمرخاتۀ طرف نه يو ښکارى مارغۀ راغواړم، د لرې مُلک نه به يو داسې سړے راشى چې زما منصوبه به پوره کوى. څۀ چې ما وئيلى دى زۀ به هغه سر ته رسوم. او چې کومه منصوبه ما جوړه کړې وى هغه به سر ته رسوم.


خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“


خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.


زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟


تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.


بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.


هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan