7 د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى،
د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.
د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.
زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“
او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“