Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 24:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 24:15
26 Iomraidhean Croise  

اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو.


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.


نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.


اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.


د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى.


هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى.


اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.


زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.


دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.


زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.


مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،


نو بيا به زمونږ د مالِک عيسىٰ نوم ستاسو د چال چلن په وجه جلال ومومى او تاسو به هم ورسره جلال ومومئ. دا هر څۀ زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل په مطابق وشو.


او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.


بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan