10 شاړ ښار برباد شوے دے او د هر يو کور دروازه کلکه بنده ده چې څوک ورننه نۀ وځى.
نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.
نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.
دا پېغام د صور په حقله دے. اے د ترسيس سمندرى جهازونو وژاړئ. ځکه چې په صور کښې قلعه او کورونه تباه دى، په قبرص کښې چې تاسو کومه خبره اورېدلې وه هغه رښتيا ده.
ښار په کنډر بدل شوے دے او د دې دروازې ذرې ذرې شوې دى.
تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.
څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى.
د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.
محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.
اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.
ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.
کله چې صدقياه بادشاه او د هغۀ ټولو فوجيانو چې دا هر څۀ وليدل چې بابليان ښار ته راننوتل، نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ شپه په شپه ښار پرېښودو او د شاهى باغ شا ته د دوه دېوالونو تر مينځه د دروازې د لارې نه بهر ووتل او د اُردن خوا ته روان شول.
په دې دوران کښې بابليانو يروشلم، شاهى محل او د خلقو کورونه وسوزول او د ښار دېوالونه يې وران کړل.
بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.
څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.
نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.
يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.