هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.
او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.
نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.