6 اے د سمندر د غاړې خلقو، تاسو د خفګان نه وژاړئ. او ترسيس ته د تښتېدو کوشش وکړئ.
د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قيرحراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.
ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى.
اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.
هغۀ وفرمائيل، ”اے د صيدا خلقو، ستاسو خوشحالى ختمه شوې ده او ستاسو خلقو سره ظلم زياتے شوے دے. کۀ هغوئ قبرص ته هم وتښتى، نو آرام به ورته مِلاو نۀ شى.“
هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.
هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.
خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.