Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 23:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 23:3
12 Iomraidhean Croise  

نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَت‌يعريم نه يروشلم ته راوړى.


او د نيل درياب په غاړه چې څومره بوټى دى هغه به اوچ شى. او د درياب سره نزدې ټول کَرلے شوى پټى به اوچ شى او په هوا کښې به والوځى.


په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.


خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.


نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟


کله چې به ستا د تجارت مال په سمندر کښې نورو مُلکونو ته وړلے کېدو، تا ډېر مُلکونه ماړۀ کړل. ستا د ډېر مال دولت او مال سره تا د زمکې بادشاهان ماړۀ کړل.


ستا په خپل عقل او پوهه تا د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو او په خپله خزانه کښې دې سرۀ او سپين زر راغونډ کړل.


ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې.


کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ هغه مُلک د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو دپاره به تاسو سخته خوارى کوله،


او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan