Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 23:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 کله چې هغه اويا کاله تېر شى، نو مالِک خُدائ به صور له موقع ورکړى چې هغه بيا د کنجرې په شان پخوانے کاروبار شروع شى او د صور لېن دېن به د زمکې په مخ د ټولو بادشاهتونو سره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 23:17
22 Iomraidhean Croise  

يو داسې وخت راروان دے چې صور به اويا کاله دپاره هېر کړے شى، چې اويا کاله د يو بادشاه د عُمر برابر وى. کله چې هغه کالونه ختم شى، نو صور به بحال شى لکه څنګه چې سندره د کنجرې په حقله وئيلے شى،


”اے غريبې هېرې شوې کنجرې. خپله بينجو واخله او په ښار کښې وګرځه، ساز غږوه او خپلې سندرې بيا بيا وايه، نو چې داسې يو ځل بيا ياده کړے شې.“


دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د بابل د بادشاه خِدمت کوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په بابل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.


تا د سړک په هر يو ګوټ کښې بُت‌خانې جوړې کړې او خپله بې‌حرمتى دې وکړه او په لاره هر يو تېرېدونکى ته دې پښې ورتېرې کړې او هغوئ سره دې کنجرتوب وکړو.


تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو.


کله چې تا خپلې بُت‌خانې د کوڅې په هر ګوټ کښې جوړې کړې او په هر چوک کښې دې د خپل ځان دپاره زيارتونه جوړ کړل، تۀ د عام کنجرې په شان نۀ وې ځکه چې تا پېسې اخستل بد ګڼل.


زۀ به په يقين سره خپل لاسونه ستاسو خلاف وپړقوم په هغه ناجائزو ګټو چې تاسو کړى دى او په هغه وينه چې تاسو په خپل مينځ کښې تويه کړې ده.


د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


ځکه چې نينوه د يوې بې‌حيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى.


دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى.


شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېر‌يهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.


د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى.


چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.


خادِمان دې هم دغه شان ادب ناک وى، دوه ژبې يا شرابى يا د ناجائزه مال دولت لالچيان دې نۀ وى.


چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ.


ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan