16 ”اے غريبې هېرې شوې کنجرې. خپله بينجو واخله او په ښار کښې وګرځه، ساز غږوه او خپلې سندرې بيا بيا وايه، نو چې داسې يو ځل بيا ياده کړے شې.“
يو داسې وخت راروان دے چې صور به اويا کاله دپاره هېر کړے شى، چې اويا کاله د يو بادشاه د عُمر برابر وى. کله چې هغه کالونه ختم شى، نو صور به بحال شى لکه څنګه چې سندره د کنجرې په حقله وئيلے شى،
کله چې هغه اويا کاله تېر شى، نو مالِک خُدائ به صور له موقع ورکړى چې هغه بيا د کنجرې په شان پخوانے کاروبار شروع شى او د صور لېن دېن به د زمکې په مخ د ټولو بادشاهتونو سره وى.
ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.
زۀ به ستا د سندرو آواز ختم کړم او ستا د رباب آواز به نور نۀ اورېدلے کيږى.
ځکه چې نينوه د يوې بېحيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى.