Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 23:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 23:11
30 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى.


قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.


تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم، تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم. ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.


نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.


د ټولې دُنيا دپاره دا زما منصوبه ده او ما خپل لاس د ټولو قومونو خلاف اوچت کړے دے.“


د نيل په درياب کښې به اوبۀ کمې شى او درياب به مکمل اوچ شى.


چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.


اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.


او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.


تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.


خو دا به څنګه په آرام شى چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے دے، کله چې هغۀ ورته په اسقلون او په ساحل د حملې کولو حکم کړے دے؟“


د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى.


هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى.


ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې.


مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“


زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.


نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“


بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan