10 اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.
هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.
دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.
او د نيل درياب په غاړه چې څومره بوټى دى هغه به اوچ شى. او د درياب سره نزدې ټول کَرلے شوى پټى به اوچ شى او په هوا کښې به والوځى.
مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.
اے د ترسيس سمندرى جهازونو د خفګان نه وژاړئ. ولې چې ستاسو قلعه تباه شوې ده.
خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
د لور صيون ټوله لوئى ختمه شوه، او د هغې نه ټول شان او شوکت لاړو. شهزادګان يې لکه د هغه هوسو په شان شول، چې د څرن ځائ موندلے نۀ شى. هغوئ خو دومره کمزورى شوى وُو، چې د ښکارى نه تښتېدلے نۀ شول.
نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى.
زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى.
ځکه کله چې مونږ لا بېوسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بېدينو دپاره خپل ځان قربان کړو.
ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى.