دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.
مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.
افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.