21 زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.
نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم.
مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې.
بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.
زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.
هغوئ ملابندونه تړلى وُو او په سرونو يې غټ پټکى تړلى وُو، هغوئ ټولو د بابليانو د جنګى ګاډو د آفسرانو په شان لباس اغوستے وو.
هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.