20 په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم.
کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“
نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.
نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.
هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل. هغوئ هم د ټاټ جامې اغوستې وې.