Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 22:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 22:16
10 Iomraidhean Croise  

چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په مُلک کښې په هغه قبر کښې ښخوم کوم چې هغۀ کنستے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم او زۀ به بيا واپس راشم.“


ابى‌سلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابى‌سلوم په يادګار مشهور دے.


او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.


د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى،


د دُنيا ټول بادشاهان په خپلو ښائسته ښائسته قبرونو کښې پراتۀ دى،


ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بې‌کاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې.


اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.


پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے، دلته ستا دپاره علاج نشته.


او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan