Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 22:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 22:15
12 Iomraidhean Croise  

د محل مشر، اخيسر، د هغه مزدورانو مشر چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د عبدا زوئ ادونرام.


نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوونکى يُو او چې تۀ څۀ وائې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“


کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.


هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.


دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدى‌ايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. د جدر نه بعل حنان د نمرپرېواتۀ د غرونو په لمن کښې د زيتُونو او د چِنار د ونو مشر وو. يوآس د زيتُونو تېلو ذخيره کولو مشر وو. د شارون سِطرى د شارون په مېدان کښې د څاروو ذمه وار وو. د عدلى زوئ سافط په وادۍ کښې د څاروو ذمه وار وو. يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. د مرونوت يهدياه د خرونو ذمه وار وو. يو هاجرى يازيز د ګډو او چېلو ذمه وار وو.


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“


نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.


هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل. هغوئ هم د ټاټ جامې اغوستې وې.


نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan