6 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى.
هغۀ لاندې آواز وکړو او بادشاه يې خبر کړو او بادشاه وفرمائيل، ”کۀ هغه يواځې وى، نو هغۀ به يو زېرے راروان کړے وى.“ هغه منډه وهونکے نور هم رانزدې کېدو.
چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.