3 نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.
هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان، څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.
هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قيرحراست دپاره غمژن دے.
خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلىعالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.
اے مالِکه خُدايه، تا مونږ داسې ژړولى يُو، لکه چې يوه ښځه د بچى د پېدا کېدو د درد په وجه ژاړى.
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.
ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“
د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.
ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.
تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.