Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 21:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 21:15
7 Iomraidhean Croise  

په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.


هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.


اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.


ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول.


اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.


ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan