Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 21:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 21:13
14 Iomraidhean Croise  

د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى.


يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو.


د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو.


د اِبراهيم يوه وينځه وه چې نوم يې قطوره وو، چې د هغې نه يې شپږ زامن پېدا شول: زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ. د يُقسان دوه زامن وُو: شيبا او ددان.


د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو.


دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.


هلته به بيا هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. دا به بيا کله هم آباد نۀ شى. نۀ به عرب هلته خېمې لګوى او نۀ به شپانۀ خپلې رَمې ودروى.


نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“


اے د ددان خلقو، واپس شئ او وتښتئ، او په غارونو کښې خپل ځان پټ کړئ، ځکه چې زۀ په عِيسو افت نازلوم نو په دغه وخت کښې به زۀ هغۀ ته هم سزا ورکړم.


د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل.


هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan