9 نو په دې وجه به هغوئ بېعزته او سپک شى. اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه.
هغوئ چې کوم بد عمل کوى هغه مۀ معاف کوه او د هغوئ ګناهونه مۀ هېروه، ځکه چې مونږ کله دېوال جوړولو نو هغوئ زمونږ بېعزتى کړې ده.“
خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،
اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه، راپاڅه او ټولو قومونو له سزا ورکړه، دې بدکارو غدارانو باندې هيڅ رحم مۀ کوه.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.
خو مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلې لويئ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى.
تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“
خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“
ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.
چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى.
داسې حُکمونه خو په ظاهره عقلمند ښکارى هغه دا چې د خپلې مرضۍ په مطابق سخت عبادت او دروغژنه عاجزى او د فقيرانو په شان ژوند تېرول، خو دا د انسان په نفسانى شوقونو قابو نۀ شى راوستلے او بېفائدې دى.
يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى،