8 د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې،
هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.
هغۀ د خپل پلار عُزياه په شان هم هغه کار کولو چې په کوم باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، خو د خپل پلار په شان هغۀ داسې ګناه ونۀ کړه لکه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ کور ته ننوتلے وو. خو خلقو ګناه بيا بيا کوله.
هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.
کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
ګورئ، دا ټول معبودان بېکاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“
تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ.
نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.
اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.
نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“
خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.
اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“
اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“
اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.
زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.
بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو.
هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى.
خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.