Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 2:6
31 Iomraidhean Croise  

په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.


مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل.


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


بيا د خُدائ پاک روح د يهويدع اِمام په زوئ زکرياه باندې راغلو. هغه په يو اوچت ځائ باندې ودرېدو او آواز يې وکړو، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دا تپوس کوى چې تاسو د هغۀ د حُکمونو نافرمانى ولې کوئ او په خپل ځان باندې تباهى ولې راولئ. تاسو هغه پرېښودو، نو په دې وجه هغۀ تاسو هم پرېښودئ.“


په هغه وخت کښې ما ته دا پته هم ولګېده چې څۀ يهودى سړو د اشدود، عمون او د موآب د ښځو سره ودونه کړى دى.


خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.


کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ.


کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى.


زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى،


اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.


تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم.


زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.


د مالِک خُدائ د قربانۍ په ورځ به زۀ شهزادګانو او د بادشاه زامنو له سزا ورکړم او هر هغه چا له چې د غېر قومونو جامې اچوى.


بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.


دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.


نو خلقو اِمامان او جادوګران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مونږ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق سره څۀ چل وکړُو؟ مونږ ته ووايئ چې دا څنګه واپس خپل ځائ ته يوسو؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan