20 کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.
نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،
د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟
هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى.
کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
د بابل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.
خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.
نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ.
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
هغوئ به خپل سپين زر لارو کوڅو ته وغورزوى، او د هغوئ سرۀ زر به يو ناپاکه څيز وګڼلے شى. د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به د هغوئ سرۀ زر او سپين زر به هغوئ نۀ شى بچ کولے. هغوئ به په دې باندې نۀ خپله لوږه ختمولے شى او نۀ به ورباندې خپله ګېډه مړولے شى. ځکه چې د هم دې څيزونو په وجه هغوئ تير وتل.
اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“
مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.
بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ.