15 هغه به هر يو اوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى.
خُدائ پاک به موآب داسې دباؤ کړى لکه څنګه چې لامبوزن اوبۀ خپلو لاسونو سره لاندې ديکه کوى، هغه به د دوئ غرور او د دوئ ټول بد کارونه ختم کړى.
هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى.
په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى.
د بيګل غږولو او د جنګى نعرو ورځ چې د مضبوطو ښارونو خلاف او د لوړو برجونو خلاف به وى.