13 هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى.
د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى، د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.
د سبر ونې او د لبنان د دِيار ونې په هغه بادشاه باندې خوشحاله دى چې د چا بادشاهى ختمه شوې ده، ځکه چې داسې څوک نشته چې دا ونې ووهى.
مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.
د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بېشمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.
هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو.
نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“