1 دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو.
هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.
په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.
دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.
د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.
د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.
په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.
غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.
هغه پېغام چې حبقُوق پېغمبر ته په رويا کښې مِلاو شو.