6 کله چې د درياب نِهرونه په کمېدو شى او اوچيږى نو د دې نه به خراب بوئ ځى. لوخې او جاړې به اوچې شى،
چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.
تا لافې وهلې چې تا کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې دې اوبۀ وڅښلې او ستا فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو.
چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى.
او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى.
خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لوخو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله او په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشوم په دې کښې کښېنولو او دا يې بيا د درياب په غاړه په لوخو کښې کېښوده.
کبان به مړۀ شى او د درياب اوبۀ به دومره سخت بوئ شروع کړى چې مِصريان به ترې اوبۀ نۀ شى څښلے.“
د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے.
د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے.
ما کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې مې اوبۀ وڅښلې او زما فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو.
آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه.