Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 زۀ به مِصر يو ظالم مالِک ته حواله کړم، يو طاقتور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:4
9 Iomraidhean Croise  

زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.


د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ هغه خلقو ته حواله کړم څوک چې دوئ وژل غواړى، نبوکدنضر د بابل بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته. خو وروستو به مِصر کښې د وړاندې په شان خلق بيا آباد شى. دا مالِک خُدائ فرمائى.“


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.


زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.


خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.


ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan