Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:25
30 Iomraidhean Croise  

ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.


مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.


مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.


په هغه وخت کښې به بنى اِسرائيل د مِصر او اسور سره ملګرے شى او دا درې واړه قومونه به د ټولې دُنيا دپاره د برکت سبب جوړ شى.


په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.


کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.


مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.


د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“


اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.


خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“


څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“


نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو


”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى او ستاسو خيال دې وساتى،


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“


ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بې‌شکه هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک هم دے.


ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے.


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.


خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.


زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.


مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan