په هغه وخت کښې به د مِصر او اسور په مينځ کښې يوه لويه لار وى. او د دواړو مُلکونو خلق به د يو بل مُلک ته ځى راځى او د مِصر او اسور قومونه به په يو ځائ عبادت کوى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“
بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.