Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:22
21 Iomraidhean Croise  

”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.


کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ،


کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.


چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.


سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“


هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.


د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“


نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به مِصريان د څلوېښتم کال په آخر کښې د هغه مُلکونو نه رايوځائ کړم کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو.


اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.


زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.


همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan