Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:21
30 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم، چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.


او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.


مِصريان دې د زېړو د قيمتى تُحفو سره راشى، او د ايتهوپيا خلق دې خُدائ ته لاس په دُعا شى.


د دُنيا بادشاهتونو د خُدائ د لويئ سندرې ووايئ، مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ او ثناء صِفت بيان کړئ.


کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“


خلق به وار په وار وائى چې، زۀ د مالِک خُدائ يم. هغوئ به راشى چې د بنى اِسرائيلو سره ملګرى شى. په هغوئ کښې به ځينې په خپل لاس د مالِک خُدائ نوم وليکى او خپل ځان به د خُدائ پاک د خلقو نه يو کس ګڼى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.


نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“


د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.


په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې.


ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.


د ايتهوپيا د سيندونو بل طرف نه به زما عبادت کوونکى، زما خوارۀ وارۀ خلق، ما له نذرانې راوړى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan