Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:2
20 Iomraidhean Croise  

نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو.


يو قوم بل قوم خراب‌تُراب کړو او يو ښار بل ښار دړې وړې کړو، ځکه چې خُدائ پاک به په هغوئ باندې هر قسم مصيبت راوستلو.


خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بې‌عزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بې‌عزتى کوى.


منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.


قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“


تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بې‌زړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.


زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.


د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.


ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.


او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى.


قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.


کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى.


کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيت‌سِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيل‌محوله پورې منډې وهلې.


بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو.


د جبعې د بنيامين په علاقه کښې د ساؤل د محافظانو سړو وليدل چې فلستيانو په پرېشانۍ کښې په هر طرف باندې منډې وهلې.


بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan