او ميکاياه په آخر کښې دا وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا پېغمبران مجبور کړى دى چې دروغ ووائى. خو هغۀ په خپله دا اِعلان کړے دے چې په تا باندې به يو افت راشى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.