Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 19:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بې‌لارې کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 19:13
14 Iomraidhean Croise  

د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“


د دې نه علاوه، د ميمفِس او د تحفنحيس خلق راغلل او ستاسو سرونه يې وخرائېل او غلامان يې جوړ کړئ.


دا پېغام يرمياه ته د يهوداه د خلقو په حقله ورکړے شو څوک چې د مِصر په جنوبى ښارونو کښې لکه مجدال، تحفنحيس، ميمفِس او څوک چې په بره برخو کښې اوسېدل،


”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.


اے د مِصر اوسېدونکو، خپل مال حال راواخلئ او د جلاوطنۍ دپاره تيار شئ، ځکه د ميمفِس ښار به تباه او کنډرې شى، او يو کس به هم په کښې نۀ اوسيږى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.


زۀ به بره مِصر تباه کړم، او ضُعن ته به اور ولګوم، او تيبس ته به سزا ورکړم.


زۀ به په مِصر اور ولګوم او پلوسيوم به د درد نه تاويږى. تيبس به په مينځ نيم کړم، او ميمفِس به په مسلسله پرېشانۍ کښې وى.


ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.


د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بې‌عقله وُو.


نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“


بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan