5 د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى.
د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.
لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه، هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه، ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“
خو ګورئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج به هغوئ داسې لاندې راوغورزوى لکه چې د ونو نه څانګې څوک ماتوى. د هغوئ لوئ لوئ او مغروره خلق به راغورزولى وى.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.