7 په هغه وخت به خلق په خپل خالِق بهروسه کوى، او هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مقدس ذات منحصر وى.
هغوئ د مدد دپاره وکتل، خو هيچا هم هغوئ بچ نۀ کړل، هغوئ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، خو هغۀ جواب ورنۀ کړو.
د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربانګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول.
راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.
مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى.
تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.
بدعمله خلق به پوهه حاصله کړى او هغه خلق چې کوم هر وخت فريادونه کوى نو هغوئ به اصُول ومنى.“
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.
”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.
مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“
خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.